د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د هېواد د بېلابیلو سیمو د اهل تشیع له یو شمېر علماوو او قومي مخورو سره وکتل.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۳۲

په دې ناسته کې د اهل تشیع حاضرو مخورو او علمای کرامو په هرات کې د ترافیکي پېښې قربانیانو ته دعا وکړه او د اسلامي امارت لخوا راستنېدونکو هېوادوالو ته وړاندې کېدونکو خدماتو او د هغوي د لاس نیوي ستاینه یې وکړه.
دغو قومي مخورو او علماوو وویل، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي افغانان له اسلامي امارت څخه رضایت لري او وړاندېز یې وکړ، چې اسلامي امارت دې له ایران څخه د افغانانو د توکو او شتمنۍ د انتقال له لپاره حللارې ولټوي.
د اهل تشیع مخورو او علماوو اسلامي امارت ته د روغتیا او عامه پروژو د پلي کېدو په برخه کې په وړاندېز سربېره یادونه وکړه، چې په بامیانو کې د اهل تشیع وګړو غوښتنو ته رسېدنه شوې او هیله یې څرګنده کړه، چې یاده لړۍ په میدان وردګ او غزني کي هم پلې شي.
د ناستې په پای کې حاضرینو وویل، چې اسلامي امارت دې د راستنېدونکو لپاره د کور جوړولو د امر تر لاسه کولو دولتي پروسه ساده کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو علماوو او مخورو ته ښه راغلاست وویل او له اسلامي امارت سره یې د اهل تشیع د مشرانو همکارۍ وستایلې.
محترم وزیر وویل، چې راستنېدونکو ته د لنډ مهال خدماتو سربـــېره، اسلامي امارت به هرې راستنې شوې مستحقې کورنۍ ته په خپل ولایت کې ځمکه ورکړي او تمه ده چې دا لړۍ ژر بشپړه شي.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا، چې اسلامي نظام د هر راستانه شوي غوښتنې ته متوجه دی او د ایران له حکومت سره څو ځلې د افغان کډوالو په تړاو خبرې شوې او دغه راز، د افغانانو د توکو او شتمنۍ د انتقال لپاره پر لارو چارو فکر شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، زده کړو او تحصیل ته د راستنو شوو محصلینو او زده کوونکو د لاس رسي لپاره اړوندې ادارې بوختې دي او راستانه شوي ځوانانو خپلو زده کړو ته دوام ورکولای شي.
د ناستې په پای کې محترم وزیر یادونه وکړه، چې د اهل تشیع وکړو وړاندېزونه به له ادارو سره شریک کړي او ورته د رسیدنې حللارې به ولټوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته