د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان د دفتر له رئیس محمد عبدیکر او مل پلاوي سره وکتل.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۸:۱۷
_
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان د دفتر له رئیس محمد عبدیکر او مل پلاوي سره وکتل.
په دې ناسته کې چې له ښاغلي محمد عبدیکر سره، د اسیا لپاره د کډوالو نړیوال سازمان سیمه یـیز مسوول ایوري کاتو او د افغانستان لپاره د یاد سازمان مشرې میهیونګ پارک هم حضور لرلو، د افغان کډوالو پر ملاتړ او په راتلونکې کې پر لاډېرو همکاریو خبرې وشوې.
ښاغلي محمد عبدیکر په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او ثبات ستاینه وکړه او د کډوالو په برخه کې یې له نړیوالو ادارو سره د اسلامي امارت له همکاریو مننه وکړه.
نوموړي کابل ته د خپل سفر موخه د راستنېدونکو او افغان کډوالو ستونزو ته حللارې موندل او د لاډېرو مالي سرچینو جلب یاد کړ.
ښاغلي عبدیکر زیاته کړه، چې د کډوالو نړیوال سازمان له نورو ادارو سره په همغږۍ او ګډ‌ کار سره د راستنو شوو افغانانو ستونزو ته رسیدنه کوي او په دې برخه کې یې د اسلام امارت کړنې اغېزمنې وبللې.
هغه په افغان ټولنه کې د راستنو شوو پر دایمي مېشت کېدو ټېنګار وکړ او په دې برخه کې یې د کډوالو د نړیوال سازمان د همکارۍ او مرستې یادونه وکړه.
محمد عبدیکر هرات ته، خپل وروستی سفر ته په اشارې سره وویل، چې د افغان راستنېدونکو او کورني بیځایه شوو د ستونزو حل په موخه به کره معلومات د ملګرو ملتونو له مسوولینو او مالي ملاتړ کوونکو سره شریک کړي او همدارنګه، په راتلونکې کې یې د لاډېرې همکارۍ ژمنه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له افغان راستنېدونکو سره یې د یاد سازمان له مرستو ستاینه وکړه.
محترم وزیر اقلیمي بدلونونه او د تېرو څو لسیزو ناخوالې د افغانستان د کمزوري اقتصاد لاملونه یاد کړ او زیاته یې کړه، تر هغه چې افغانان پر خپلو پښو دريږي نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د محترم وزیر په وینا چې په جبري او ډله ییز ډول د افغان کډوالو له ایستلو او د هغوي د پانګې او توکو له ضایع کېدو څخه باید مخنیوي وشي.
د ناستې پر دوام محترم وزیر د کډوالو لپاره د دایمي سرپنا په رغولو کې د نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د راروان ژمي په رارسیدو سره به د راستنو شوو ستونزې ډېرې شي.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان پلاوي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال محترم انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده سره وکتل.
په دغې لیدنه کې راستنو شویو ته په ښارګوټو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۲۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه. د دغې برنامې موخه د ښوونیزو اړتیاوو لومړیتوب ټاکل او د یاد وزارت د کارکوونکو د. . .

بېرته خبرونه ته