سرپل کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

 د يوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۸۹ بېځايه شوو کورنيورسره د خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د زمري په ۲۷مه هرې کورنۍ ته د يوه اندازه اوړو، غوړيو، وريجو، بيسکويټو، کلچو او دالنخودو مرسته ووېشل شوه.