په نیمروز ولایت د کډوالو ریاست او د یونسیار ترمنځ د همکارۍ غونډه وشوه

د چنګاښ میاشتې په ۳مه نیټه په نیمروز ولایت کې د کډوالو او راستنېدونکو رییس او په ملګرو ملتونو کې د پنا غوښتونکو نړیوال سازمان د استارو ترمنځ د همکارۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل د نیمروز ولایت د کډوالو رییس الحاج مولوی عبدالله ریاض د داخلي بېځایه شویو کسانو د ستونزو په اړه خبرې وکړې. ورپسې د یونسیار استازو په یاد ولایت کې د ۲۰۲۵ کال لپاره جوړ شوی پلان وړاندې کړ او د شته ستونزو او د ننګونو د حل په اړه یې معلومات وړاندې کړل او پر ممکنه حللارو بحث وشو.