په بلخ ولایت کې ۵۰۰ راستنېدونکو کورنیو سره مرستی وشوي
د چنګاښ میاشتې په ۳ مه نیټه په بلخ ولایت کې د پاکستان او ایران څخه نويو راستانو شویو ٥٠٠ کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته شوه.
یادې شوې کورنۍ، چې څو ورځې وړاندې د کاونډیو هیوادونو څخه بلخ ولایت ته راستنې شوې وې، چې د ولایت مقام په هدایت او د ولایتي کمیټې په شتون کې د کډوالو او راستنېدونکو ریاست له لوري هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه او دوه پارسله وریژې د لومړنیو مرستو په توګه ورکړل شوې.