د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کورمایا سره وکتل.

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۲۰:۲۱
_
په دغه ناسته کې، چې افغان کډوالو ته د مرستو پر چمتو کولو او له اسلامي امارت سره د جاپان پر اړیکو خبرې وشوې ښاغلي سفیر وویل، چې توکیو روان زېــږدیز کال د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو حل په موخه ۷،۵ میلیونه ډالر مرستې د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا لګوي.
د کورمایا په وینا، چې د جاپان مرستې په لنډمهاله پنډغالو کې خدماتو ته د لاس رسي او د راستنېدونکو د اقتصادي ستونزو حل ته ځانګړې شو ې دي.
نوموړي په نړیواله کچه د بشري مرستو کمښت ته په اشارې سره زیاته کړه، چې له افغانانو سره به د توکیو مرستې د پخوا په څېر دوام ولري او کمښت په کې نه راځي.
ښاغلي تاکایوشي کورمایا د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې؛ خو زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د کوکنارو په بندیدو سره افغان بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او لا تر اوسه مناسب بدیل کښت نه لري.
د ناستې پر دوام د جاپان سفیر وویل، چې د اسلامي امارت ځینې لاسته راوړنې باید له نړیوالو سره شریکې شي او همدارنګه د مسایلو د حل په موخه یې د اسلامي امارت او نړیوالو پر همکاریو ټېنګار وکړ او له افغانانو سره یې د نړۍ مرستې اړینې وبللې.
محترم مولوي عبدالکبیر د جاپان سفیر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې په بېلابېلو برخو کې د جاپان له مرستو مننه وکړه.
محترم وزیر له افغانستان سره د جاپان د مرستو دوام مهم یاد کړ، خو د بشري مرستو رسونې په برخه کې یې د بېځایه اداري لګښتونو پر مخنیوي ټېنګار وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د افغان ولس او نړۍ غوښتنو ته پام لري او اسلامي نظام د افغانستان په تړوا د نړیوالو اندېښنو ته رسیدنه کړې ده.
محترم مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو د ښارګوټو رغولو په برخه کې د جاپان حکومت د مرستې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۱:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکیې ته د سفر په لړ کې تېره ورځ د افغانستان اسلامي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

بېرته خبرونه ته