په سرپل ولایت کې نږدې ۳۰۰ راستنېدونکې کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

anwari_morr
-
د غبرګولي میاشتې په ۷ مه نیټه د سرپل ولایت په مرکز او صیاد ولسوالۍ کې ۲۸۵ راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
یادې شوې کورنۍ، چې له دې وړاندې سروې او اړمنې پېژندل شوې وې د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ته ۵ زره او ۶۹۸ افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شوې.