د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د عامي روغتیا وزارت له مرستیال مولوي عبدالولي حقاني سره وکتل.

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۸:۳۲
_
په دې لیدنه کې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شوو افغانانو ته د روغتیايي چوپړتیاوو پر څرنګوالي او امکاناتو خبرې وشوې ښاغلي حقاني په تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه، نیمروز او د هلمند په بهرامچه کې له ګاونډیو هېوادونو سره پر پوله راستنو شوو ته د اړینو صحي خدماتو د وړاندې کېدو یادونه وکړه.
ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني زیاته کړه، چې له وړاندې د چمتو شوي پلان له مخې د همکارو بنسټونو په ملتیا ټول اړین امکانات د کډوالو کمپونو ته رسول کېـږي او د اړتیا وړ امبولانسونه هم د راستنو شوو هېوادوالو په خدمت کې دي.
د ناستې پر دوام ښاغلي حقاني ډاډ څرګند کړ، چې راستنېدونکي افغانان هر ډول روغتیايي خدماتو ته لاس رسي لري او اسلامي امارت دغې برخې ته اړین امکانات په واک کې ورکړی.
محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت له لخوا د کډوالو د عالي کمېسیون رامنځته کېدل مهم وبلل او په دې برخه کې یې د امارتي ادارو د ټولو مسوولینو هڅې وستایلې.
محترم وزیر راستنېدونکو کډوالو ته اسانتیاوې چمتو کول د اسلامي امارت مسوولیت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه د کډوالو پروسه په بریالۍ توګه مدیریت شوې او ستونزې پر وخت حل شوې دي.
د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې د مهاجرینو چارو وزارت هڅې پیل کړې چې د همکارو ادارو او بنسټونو په مرسته کډوالو ته یو شمېر کورونه جوړ کړي.
په پای کې محترم وزیر په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي چوپړتیاوو اړوند د ولس ځینې وړانېزونه له ښاغلي حقاني سره شریک کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال محترم انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده سره وکتل.
په دغې لیدنه کې راستنو شویو ته په ښارګوټو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۲۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه. د دغې برنامې موخه د ښوونیزو اړتیاوو لومړیتوب ټاکل او د یاد وزارت د کارکوونکو د. . .

بېرته خبرونه ته