د ميدان وردګو ولایت د مهاجرینو مرکزي ښارګوټی افتتاح شو

anwari_morr
-
د روان کال غبرګولي په ٦مه نېټه ميدان وردګو ولایت د مهاجرینو ښارګوټی د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په شتون کې پرانستل شو.
په دې مناسبت جوړ شوي محفل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ښار جوړونې او کورونو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ او د ولایت یو شمېر نورو سیمه‌ییزو چارواکو ګډون کړی و.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل: نږدې (۸۰۰) جریبه ځمکه د میدان وردګو په مرکز کې او (۵۱۰) جریبه ځمکه د نرخ ولسوالۍ کې بیرته راستانه شویو مهاجرینو ته ځانګړې شوې ده، او د وېش بهیر یې په شفاف ډول روان دی.
محترم حنفي زیاته کړه: د بیرته راستانه شویو مهاجرینو ټولو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه کېږي.
د میدان وردګو والي د مرکزي پلاوي هرکلی وکړ او ویې ویل: دا د خوښۍ ځای دی چې موږ د راستانه شویو لپاره د استوګنې ښارګوټي افتتاحوو.
ورپسې د ښار جوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني، په خپلو خبرو کې وویل: مهاجرت یوه آشنا کلمه ده، موږ ټول ورسره آشنا یو. موږ باید د مهاجرینو د بېرته راستنېدو لپاره تر خپلې وسې ګډ کار وکړو او لومړنۍ اړینې مرستې ورسره وکړو.
هغه دا هم وویل: هرې راستانه شوې کورنۍ ته چې غړي یې پنځه وي، پنځه بسوې ځمکه ورکول کېږي؛ که لس غړي ولري، لس بسوې؛ او که تر لسو ډېر وي، ۱۵ بسوې ځمکه ورکول کېږي.
همدارنګه، د میدان وردګو د مهاجرینو آمر مولوي عبدالرحمن هاشمي وویل: ټولې هغه کورنۍ چې له موږ سره ثبت شوي، لومړنۍ اړتیاوې یې پوره شوې دي. اوس د مهاجرینو ښارګوټی عملاً افتتاحېږي او ټول راستانه شوي مهاجرین به خپل حقوق په شفاف ډول ترلاسه کړي.