په کابل ښار کې سلګونو اړمنو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې

anwari_morr
د غبرګولي په ۴ مه نیټه د کابل ښار په ۱۴ ناحيه کې ۸۳۵ اړمنو کورنيو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ، چې له دې وړاندې د کابل د کډوالو ریاست له لوري سروې او پېژندل شوې وې، چې د همکارو بنسټونو له خوا هر کورنۍ ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه پرې ووېشل شوه.
د یو بل خبر له مخې د کابل ښار په ۶ او ۲۲ ناحيې کې ۷۰۵ اړمنو کسانو ته د غبرګولي په ۴ مه نیټه نغدي مرستې ووېشل شوې.
یاد شوي کسان، چې له دې وړاندې د کابل د کډوالو ریاست له لوري سروې او پېژندل شوي وو، چې د همکارو بنسټونو له لوري هر کس ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه ور کړل شوه.