په بلخ ولایت کې سلګونو کورنیو سره مرستې وشوې
د غوایي میاشتې په ۲۲ مه نیټه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د پاکستان او ایران له هېوادونو څخه نويو راستنو شویو ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا په ځانګړي لارښوونې د بلخ ولایت د کډوالو ریاست له لوري له بهرنیو هېوادونو څخه نويو راستنو شویو کډوالو هرې کورنۍ ته یو بوجۍ اوړه، دوه بوجۍ وریژې او یوه تخته کمپله ووېشل شول.
د مسؤلینو په وینا، دا کورنۍ په تېرو څو ورځو کې له بهرنیو هېوادونو څخه بلخ ولایت ته راستنې شوې او د کډوالو ریاست له لوري ثبت او اړمنې پېژندل شوې وې.