په ننګرهار ولایت کې له سلګونو کورنیو سره د کورونو ترمیم لپاره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
-
د غوایي میاشتې په ۲۲ مه نیټه د ننګرهار ولایت په کوز کونړ، رودات، دره نور او بهسودو ولسوالیو کې ۳۲۰ تازه راستنو شويو کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره د نغدو پیسو دوهم قسط مرسته ووېشل شوه.
د یاد ریاست په وینا په کوز کونړ ولسوالۍ کې ۵۵ کورنیو ته ۱۹ زره او ۶۰۰ افغانۍ او ۲۴ کورنیو ته ۱۱ زره او ۷۶۰ افغانۍ، په دره نور ولسوالۍ کې ۳۵ کورنیو ته ۱۹ زره او ۶۰۰ افغانۍ او ۱۴ کورنیو ته ۱۱ زره او ۷۶۰ افغانۍ، په روداتو ولسوالۍ کې ۶۴ کورنیو ته ۱۹ زره او ۶۰۰ افغانۍ او ۳۱ کورنیو ته ۱۱ زره او ۷۶۰ افغانۍ او په بهسودو ولسوالۍ کې ۶۸ کورنیو ته ۱۹ زره او ۶۰۰ افغانۍ او ۲۹ کورنیو ته ۱۱ زره او ۷۶۰ افغانۍ د همکارو بنسټونو له لوري ورکړل شوې.