۱۰ تنه مهاجر زندانیان تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته بېرته ستانه شول
۱۰ تنه افغان مهاجر زندانیان چې په پاکستان هېواد کې بنديان وو، د ثور په ۲۱مه نېټه له بند څخه خوشې او هېواد ته بېرته راستانه شول.
د سپين بولدک د سرحدي آمريت د ثبت او هرکلي کمېټې د معلوماتو له مخې، ياد کسان د پاکستان د بېلابېلو سيمو څخه نيول شوي وو او تقريباً يوه تر دوو ورځو پورې په بند کې پاتې وو.
ياد شوي کسان له ثبت او بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سيمو ته انتقال کړای شول.