د سمنگان ولایت د کډوالو آمر د آغا خان دفتر له استازو سره وکتل

د غويي میاشتې په ۳ مه نېټه د سمنگان ولایت د کډوالو آمر د آغا خان دفتر له استازو سره وکتل. په دې ناسته کې استازو د پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو په اړه معلومات او د مهاجرینو ادارې سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کډوالو امریت له لوري یې هرکلی وشو او د همکارو موسسو سره پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وشو. د مهاجرینو آمریت د راستنېدنې او بیا میشتېدنې مدیر د مهاجرت، ننګونو، د معیشت ډول، د اسانتیاوو رامنځته کولو طرحې، روغتیايي او تعلیمي خدماتو ته د لاسرسي، حقوقي ستونزو او لومړنیو اړتیاوو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل. یاد بنسټ د همکارۍ ژمنه وکړه.