د لغمان ولایت د کډوالو په لڼد مهالي میشت غالي کې د استوګنې سهولتونه لا زیات شول

sadam_morr
-
د غوایي میاشتې په ۳ مه نیټه د لغمان ولایت د کډوالو رییس مولوي غلام الرحمن بلال په مشرۍ یوې کمېټې د تازه راستنېدونکو کورنیو لپاره په لڼد مهالي میشت غالي کې ۱۰ نورې خېمې نصب او ۵۰ تشنابونه جوړ کړل. په دغه پڼډغالي کې اوسېدونکو کورنیو ته درې وخته خواړه، د څښلو اوبه او نورې لومړنۍ اړتیاوې برابرېږي. دا کورنۍ هغه دي چې په خپلو کليو یا نورو ځایونو کې سمدستي استوګنځی نه لري.