د کندز ولایت د کډوالو ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کندز ولایت د کډوالو ریاست د راپور له مخې، د ثور میاشتې په ۲مه نېټه د چهاردرې ولسوالۍ د خواجه کفتر سیمه کې، د کډوالو لپاره د ښارګوټي بنسټ ډبره د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو او د کندز سیمه ییزو مسؤولینو په حضور کې کېښودل شوه.
په همدې مناسبت جوړ شوي محفل کې، د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نظام او د هغه د پايښت په اړه خبرې وکړې او د بیلابیلو برخو، په ځانګړي ډول د کډوالو د ستونزو د هوارۍ لپاره د عالي کمېسیون له هڅو یادونه وکړه.
هغه د ښارګوټي د جوړېدو پیل، د کډوالو د ستونزو د حل په لور یو مهم او مؤثر ګام وباله.
وروسته د ښار جوړونې او کور جوړولو وزیر، حمدالله نعماني، د یاد ښارګوټي د ترتیب شوي پلان او د نمرو شمېر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دې تفصیلي پلان له مخې ښارګوټی ۳۸۵۰ استوګنیزې نمرې لري، او پکې ټولې ټولنیزې او رفاهي برخې لکه جوماتونه، مدرسې، مکتبونه، روغتیايي مرکز، شنې ساحې او تجارتي سیمې په پام کې نیول شوي دي.
له هغه وروسته، د کندز ولایت د کډوالو ریاست رئیس مولوي عبدالولي محمدي د راستانه شویو کډوالو د شمېر په اړه معلومات وړاندې کړل او د اسلامي امارت له خوا د هغوی ستونزو ته د پاملرنې او رسیدګۍ له امله مننه وکړه.
د محفل په پای کې، یو شمېر راستانه شویو کډوالو ته د ځمکو د نمرېو اسناد د مسؤولینو له خوا ووېشل شول، او له دې سره د ښارګوټي بنسټ کېښودل شو او په رسمي توګه پرانیستل شو.