په کابل ښار کې له ۳ زره څخه زیاتو کسانو سره مرسته وشوه

sadam_morr
د وري میاشتې په ۲۶ مه نیټه د کابل ښار په لومړۍ، اتمې، لسمې، شلمې او یوویشتمې ناحیو کې له ۳ زره او ۶۰۳ مستحقو کسانو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
یاد کسان چې د کابل د کډوالو ریاست له لوري مخکې پېژندل شوي وو، هر یوه ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ د همکارو بنسټونو له لوري پرې وویشل شول.
په یوه بل خبر کې، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې یو زرو او ۷۹۷ اړمنو کورنیو ته د وري میاشتې په ۲۶ مه نېټه نغدي مرسته ووېشل شوه.
هر کورنۍ ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ او د خوار ځواکۍ یوه کڅوړه د همکارو بنسټونو له لوري پرې وویشل شوه.