کندز کې ۵۸۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غېرخوراکي موادو  مرسته وشوه

sadam_morr

د (IOM ، AKHA) موسسو له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۸۲ بېځايه شوو کورنيو سره نغدي او غېر خوراکي موادو  مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د تخار او بغلان ولايتونو او ددې ولايت د نا امنو سيمو څخه مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ د چنګاښ د مياشتې په ۳۱مه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) له لورې۵۵۱ کورنيو  هرې کورنۍ ته ۱۵۸۹۰افغانۍ نغدي  اوپاتې نورو کورنيو هرې کورنۍ ته  ۳ کمپلې مرسته ووېشل شوه.