په تېر کال کې له ۱۵۰ زرو څخه زیاتو کورنیو ته مرستې رسول شوي

په تېر کال کې له ۱۵۰ زرو څخه زیاتو بېځایه شویو، بېرته راستانه شویو، د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو، بېبضاعته، معلولینو، اړمنو، معیوبو او مستحقو کورنیو ته د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د دویمې درجې واحدونو له لارې په ۲۸ ولایتونو کې مرستې ورکړل شوې دي.
د راپورونو له مخې، د یاد وزارت دویمې درجې واحدونو په ننګرهار، سرپل، غور، پکتیکا، بلخ، جوزجان، کابل، بغلان، غزني، سمنګان، لغمان، بادغیس، کاپیسا، پکتیا، هلمند، زابل، کندهار، لوګر، کندز، فاریاب، دایکنډي، فراه، خوست، میدان وردګ، بدخشان، بامیان، ارزګان او نیمروز ولایتونو کې، د یو شمېر ملي او نړیوالو مرستندویو ادارو په همکارۍ، ۱۵۷ زره او ۹۵۰ کورنیو ته مرستې رسولې دي.
سرچینو زیاته کړې چې یادې مرستې د نقدي مرستو، خوراکي توکو، روغتیایي توکو، جامو، خېمو، د پخلنځي وسایلو، د کار وسایلو او شیدې ورکوونکو وزو بستې شاملې وې، چې یادو کورنیو ترې ګټه اخیستې ده.