د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له رئیس عرفان جمال سره وکتل.

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۲۱:۲۶
_

په دې ناسته کې چې له افغان کډوالو سره د مرستو پر څرنګوالي او د هغوی د ستونزو پر حل خبرې وشوې، ښاغلي عرفان جمال له افغان کډوالو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او همدارنګه یادونه یې وکړه، چې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري هڅه کوي د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره خپلې ژمنې عملي او مرسته وکړي.
نوموړي وویل، چې د افغان کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مسوولین له ایراني او پاکستاني لوریو سره په خبرو بوخت دي، څو له هغو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راایستلو د بې نظمه پروسي مخنیوی وشي او د یوه منظم پلان له مخې افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شي.
ښاغلي عرفان جمال د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د درې او څلور اخېزو ناستو د جوړېدو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د ټولو اړخونو همکاري اړینه وبلله.

محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ رئیس ته د ښه راغلاست پر مهال د نوموړی له هڅو او همکاریو مننه وکړه او له افغان کډوالو سره یې د ملګرو ملتونو مرستې مهمې وبللې.
محترم وزير یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د ناستو پلوی دی او ډاډ یې څرګند کړ چې افغان حکومت به په دې برخه کې اړینه همکاري وکړي.
هغه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د مرستو په یادولو سره زباته وکړه چې مرستې به مستحقو ته په شفاف ډول ورسول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۰:۱۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارد لیندسي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ښاغلي ریچارد لیندسي د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې کابل او اسلام آباد د دایمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

کډوالو وزارت کې د همکارۍ شپږ هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت کې له بازسازۍ، اجتماعي و تعلیمي زنان افغانستان، هیات ناروې برای مهاجرین، ان سي آی، انکشافي و اجتماعي رازي، بشردوستانه برای مردم افغانستان و مراقبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معین مولوي جانان آغا احمدزي په ملتیا، لوګر ته له پاکستان څخه د راستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل.

په دې ناسته کې حاضرینو په لوګر کې د مېشتو کډوالو د ژوند د حالت په اړه معلومات له محترم وزیر سره شریک کړل او زیاته یې کړه، چې څو کاله وړاندې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، خو تر دې. . .

بېرته خبرونه ته