په لغمان کې یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د لغمان ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې د راستنېدونکو، بې ځايه شويو او بې وزلو کورنيو لپاره يو روغتيايي مرکز د لړم په ١٦مه د دغه ولايت د سيمه ييزو چارواکو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مشر په حضور کې له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دغه ولايت د کډوالو چارو ریيس مولوي غلام الرحمن بلال د ياد روغتيايي مرکز په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: دغه مرکز د ۱۷ ميليونه افغانيو په ارزښت په يو پوړ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د لغمان د کډوالو چارو رياست په همغږۍ جوړ شوی دی.
د لغمان والي شیخ شېراحمد حقاني هم خبرې وکړې او په دغه ولایت کې د بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو د روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې یې د یادې ادارې د همکارۍ او ملاتړ او د کډوالو چارو ریاست د هلو ځلو ستاینه وکړه.