پاکستان کې نږدې ۱۰۰ تنه افغان بندیان له بنده خوشې شول

sadam_morr
-

په پاکستان کې ۹۱تنه افغان بندیان له بنده خوشې او د سلواغې پر یولسمه او دولسمه نېټه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم او د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریتونو د معلوماتو له مخې دغه کسان د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي او له ۲ تر ۲۷ ورځو پورې په بند کې وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول