د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزېر محترم مولوي عبدالکبیر په خوست کې د ځدراڼو له یو شمېر قومي مشرانو او علماو سره وکتل.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۳۵
-
د ځدرانو قومي مخورو او علمای کرامو په هېواد کې د اسلامي نظام د راتګ په برخه کې د اسلامي امارت د مشرانو هڅې وستایلې او ډاډ یې څرګند کړ چې په هر حالت کې به د حکومت تر څنګ ولاړ وي.
محترم مولوي عبدالکبیر په خوست کې له مېشتو ولسونو سره په لیدنو خوښي څرګنده کړه او وې وویل، چې افغان ولس د سپېڅلو موخو په لرلو سره دښمن له ماتې سره مخ کړ.
محترم وزېر زیاته کړه، چې افغانانو په سختو حالاتو او تش لاس د دین خدمت ته شا نه ده کړې او د کډوالۍ سربېره یې د جهاد فریضه ادا کړې ده.
د نوموړي په وینا چې اسلامي امارت د ولس قربانۍ نه هېروي او د شهیدانو له هیلو سره سم اشغال پای ته رسیدلی او اسلامي نظام حاکم دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته