بغلان کې د بېرته راستنېدونکو او بېځایه شویو د زدکړو د دوام زمینه برابره شوه

sadam_morr
-
د بغلان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ په بغلان ولایت کې د بېرته راستنېدونکو او بېځایه شویو کورنیو لپاره د زدکړو د دوام زمینه برابره شوه.
د بغلان د مهاجرینو رییس محمد ابراهیم عمري او د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر ترمنځ د سلواغې پر اومه د بیرته ناسته وشوه، چې د راستنېدونکو او بېځایه شویو د فکري او زدکړیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا موضوع وړاندې شوه، چې دواړو لورو د خپلو پروګرامونو او فعالیتونو په اړه د بحث او تبادلې وروسته لاندې د تمې وړ پایلې ته ورسیدل:
د ځوانانو د چارو آمریت هغه کورسونه، مکتبونه، انستیتوتونه او شخصي پوهنتونونه چې له دې آمریت سره کاري هوکړه لیکونه لري، د مهاجرینو ریاست سره شریک کړل او د مهاجرینو ریاست به هغه راستنېدونکي او بېځایه شوي چې د زدکړو او تعلیم د دوام او ظرفیت لوړولو غوښتنه لري، په لیکلې توګه د ځوانانو آمریت ته معرفي کوي او تر معرفي وروسته د ځوانانو آمریت به هغوی د کورسونو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې له ځانګړو تخفیفونو یا وړیا خدماتو سره شامل کړي.
بیرته راستنیدونکي چې غواړي په کابل کې په شخصي پوهنتونونو کې زدکړو ته دوام ورکړي، هغوی ته به د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو معینیت د لیلیې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
سربېره پر دې، د ځوانانو د فکري ظرفیت د پیاوړتیا لپاره، د مهاجرینو ریاست له خوا معرفي شوي کسان به د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتابتونونو له کتابونو او اسانتیاوو څخه وړیا ګټه پورته کړي.
ښاغلي عمري د بیرته راستنېدونکو او بېځایه شویو د زدکړو د دوام د یوې ښې او روښانه راتلونکي لپاره ښه زیری وباله.