کندوز کې دوو ګرځندو روغتیایي ټیمونو د ۱۱۱ ورستنو بېځایه شویو کورنیو لپاره خپلې روغتیایي چارې پیل کړې

sadam_morr

د کندوز ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د راپور له مخې د وزارت د همکارو بنسټونو په اړینو درملو سنبال دوو ګرځندو روغتیایي ټیمونو د ۱۱۱ ورستنو بېځایه شویو کورنیو لپاره د سلواغې پر څلورمه نېټه خپلې روغتیایي چارې پیل کړې.
دا هغه بېځایه شوې کورنۍ دي چې تېره اونۍ له کابل ښار څخه خپلې سیمې د کندوز چهاردرې ولسوالۍ ته د مهاجرینو چارو وزارت او د دې وزارت د همکارو بنسټونو په همکارۍ لېږدول شوې دي.