د مهاجرینو چارو وزارت د همکارۍ څلور تړونونه لاسلیک کړل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۲۰:۵۷
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خطرونو او کړکیچ کمولو، د ټولنیزې هوساینې او د لارښودنې لار ، له جګړې د اغیزمنو ماشومانو لپاره د کاناډايي او د ناروې د مهاجرینو شورا او موسساتو سره د یو میلیون ۴ سوه ۶۶ زره او ۱۵۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د یادو شویو تړونونو له مخې به په ننګرهار ولایت کې ۶۰۰ بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو لپاره به د ۷ سوه ۳۲ زره او ۶۴ ډالرو په ارزښت حرفوي او تخنیکي زده کړې او د خیاطۍ د وسایلو او کتابونو د ویش په برخه کې به له جګړې د زيانمنو شويو ماشومانو لپاره د کاناډا موسسې له لوري په مصرف ورسول شي.
د ناروې د مهاجرینو شورا به په کابل او ننګرهار ولایتونو کې ۹ زره ۴۳۳ تنو ته د سرپناه ټولیز او جزوي ترمیم په برخه کې ۶ سوه ۵۰ زره ډالر، د ټولنیزې هوساینې او د لارښودنې لار موسسې به په هرات او ننګرهار ولایتونو ۵۰۰ راستنېدونکو او بېځایه شویو لپاره به د ۷۲ زره ۸۶ ډالرو په ارزښت د مهارتونو د برابرولو، روزنې او روغتیایي کڅوړو په برخه کې او په کابل ولایت کې د ۲۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي او روغتیایي محصولاتو د ویش په برخه کې به د ۱۲ زرو ډالرو په ارزښت به د خطرونو او کړکیچ کمولو موسسه به یې په مصرف ورسوي. دغه هوکړه لیکونه د مهاجرینو وزارت سرپرست او مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د موسسو د استازو تر منځ لاسلیک شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته