کابل ښار کې تر ۲۰۰ زیاتوکورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
په کابل ښار کې د مرغومي پر پنځمه نېټه ۲۴۶ کورنیو ته د مهاجرینو راستنېدونکو چارو وزارت د د مالي او اداري مرستال په شتون کې نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا راستنې شوې کورنۍ وې، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې او هرې کورنۍ ته ١١زره ٥٥٠ افغانۍ، يوه یوه خيمه او یوه یوه کمپله وويشل شوې.
د يو بل خبر له مخې، په کابل ښار کې د مرغومي پر څلورمه نېټه ٤٩ بې وزلو او معلولينو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغو کسانو ته د مهاجرینو چارو ریاست په هلو ځلو او د همکارې موسسې په همکارۍ په دوو برخو کې ۱۸ زره او ۲۳ زره افغانۍ ورکړل شوې