پاکستان کې د جګپوړو چارواکو او هلته د بهرنیو هېوادونو ډیيلوماتانو په شتون کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې او درناوي مراسم ترسره شول

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۵۹


د پاکستان هېواد په اسلام اباد ښار کې د افغان مهاجرینو اتشې د راپور له مخې په پاکستان کې د جګپوړو چارواکو او هلته د بهرنیو هېوادونو ډیيلوماتانو په شتون کې د لېندۍ پر درویشتمه نېټه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت په مناسبت د فاتحې او درناوي وړاندې کولو مراسم ترسره شول او په اسلام اباد کې د اسلامي امارت په لوی سفارت کې د شهید حقاني د درناوي او تعزیت کتاب کېښودل شو.
دا مراسم چې اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست احمدخان شکیب او ځینو ډیپلوماتانو په شتون کې ترسره شول د پاکستان حکومت جګپوړو چارواکو، د سیاسي ګوندونو رهبرانو، سفیرانو او د روسیې او اندونیزیا هېوادونو لویو ډیپلوماتانو د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني په یاد کې د خپل تسلیت مراتب د افغانستان دولت او ملت ته وړاندې کړل.
دغه راز د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان، د جمعیت علمای اسلام جګپوړي غړي صلاح الدین ایوبي، د جماعت اسلامي مشر جاجي ابراهیم او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت جګپوړو چارواکو د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې او ختم په مراسمو کې ګډون کړی و او د تسلیت او خواخوږۍ مراتب یې وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته