ځینو ولایتونو کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې او ختم مراسم ترسره شول

sadam_morr
-
د تېرې اونۍ د پېښې د شهیدانو او په ځانګړې توګه د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو مخکني وزیر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې او د ختم مراسم د مهاجرینو چارو وزارت په یو شمېر ولایتي ادارو کې ترسره شول.
د ننګرهار، کاپيسا، دایکندي، کندز، فراه ولایتونو د مهاجرینو چارو آمریتونو او د هرات ولایت د اسلام کلا له سرحدي آمریت څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د دغو ولایتونو د مهاجرینو په ادارو کې د دعا او ختم مراسم ترسره شول او د دغو ادارو مسولینو او کارکوونکو د شهید حقاني د جهادي دورې د کړنو او مبارزو یادونه وکړه.
نوموړۍ ته یې د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
دغه راز د هرات، بغلان، نورستان، لوګر، پروان، جوزجان، کونړ، تخار، بدخشان، بلخ، هلمند، پکتیکا ولایتونو او په ایران کې د مېشتو افغان مهاجرینو اتشې هم په خپلو پېغامونو کې د شهید حقاني کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.