پاکستان کې ۱۴ تنه بندیان له بنده خوشې شول

په پاکستان کې ۱۴ تنه افغان بندیان د لېندۍ پر پنځمه له بنده خوشې او خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۱۵ ورځو څخه تر درې میاشتو راهیسې د پېښور په زندان کې بندیان وو، چې د اڼترپول پولیسو له لوري خوشې شول او د مهاجرت نړیوال سازمان په مرسته د تورخم په فرضي کرښه کې ثبت شول.
له دوی څخه ۵ تنه تر ۱۸ کلونو کم عمره د HARO موسسې ته ور وپېژندل شول.