د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ټاکل شوي پلاوي د وزارت مالي او اداري مرستیال سره وکتل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۲۲
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د داخلي او بهرنیو مرستو د د تفتیش ریاست له ټاکل شوي پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
 مولوي نجم الدین فضلي چې د دې پلاوي مشري کوله، د خپل درې میاشتني راپور پایله او مسوده، یې چې د مهاجرینو چارو وزارت د مرستو په برخه کې څیړلې وې له ښاغلي فاني سره شریکه کړه او د وزارت له همکارۍ یې منه وکړه او د وزارت د کارونو په ترسراوي کې یې پر روڼتیا خوښي څرګنده کړه.
 مالي او اداري مرستیال په مهاجرینو چارو وزارت کې د دې ادارې د مسول پلاوي ​​د کارونو ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یې له ښاغلي فضلي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته