پکتیکا کې تر زرو زیاتو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې.

sadam_morr
-

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او په ډېله خوشامند، جانیخېل، یحیی خېل، زرغونښار، وازه خوا او یوسف خېل ولسوالیو کې د لړم پر دیرشمه د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په هلو ځلو او د CHA موسسې په همکارۍ یو زر او ۱۷ راستنو شویو، بېځایه شویو او بېوزلو کورنیو ته د ژمنیو توکو د ترلاسه کولو په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه.
له دې کورنیو څخه ۶۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۴ زره  ۱۱۰ او ۴۱۷ نورو کورنیو هرې یوې ته ۵ زره ۲۲۰ افغانۍ ورکړل شوې