سرپل کې ۲۰ کورنیو سره مرسته وشوه

سرپل ولایت کې د لړم په ۲۲ نېټه د سرپناوو جوړولو په موخه ۲۰ کورنیو باندې نغدي مرسته وویشل شوه.
یادې کورنۍ چې له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستنې شوې وې، له دې وړاندې د مهاجرینو امریت له لوري پېژندل شوې، په دویم قسط کې د ناروې مهاجرینو ټولنې له لوري هرې کورنۍ ته ۵۴ زره ۳۸۶ افغانۍ ورکړل شوې.
هېره دې نه وي، چې دغو کورنیو لومړۍ قسط مرسته مخکې تر لاسه کړې وه.