د لغمان د مهاجرینو رییس د مهاجرینو چارو وزیر سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو رییس غلام الرحمن بلال سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې په لغمان کې د راستنېدونکو مهاجرینو د ستونزو په اړه خبرې او څرګندونې وشوې.
د مهاجرینو چارو وزیر د ښاغلي بلال کړنې وستایلې او ستونزو ته د رسېدنې ډاډ یې څرګند کړ. نوموړي دغه راز په چارو کې پر روڼتیا او رښتینولۍ ټینګار وکړ او د مهاجرینو لپاره د غوره خدمتونو د ترسره کېدو په اړه یې اړینې سپارښتنې ورته وکړې.