په نیمروز کې د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د ځمکې د وېش لومړنۍ ناسته وشوه

sadam_morr
-

په نیمروز کې د دغه ولایت د والي محمد قاسم خالد په مشرۍ د دغه ولایت د اړوندې ولایتي ادارې له رییسانو سره د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د ځمکې د وېش او د یو ښارګوټي جوړولو په موخه لومړنۍ ناسته وشوه.

د ناستې په پیل کې د مهاجرینو چارو رییس مولوي عبدالله ریاض د مهاجرینو په اړه د امارت د رهبرۍ فرمان ولوست او د مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره یې د دې فرمان پلي کېدل اړین وګڼل.

د نیمروز والي د عالیقدر امیرالمونین د فرمان پر پلي کېدو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د راستنو شویو مهاجرینو لپاره به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه همدا راز وویل، چې راستنو شویو مهاجرینو ته ځمکه تثبیت شوې ده او د دوی لپاره د ښارګوټي د کار د پیل لپاره یې اړوندو رییسانو ته اړینې لارښوونې کړې دي.