هلمند کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو د وېش په موخه د پلاوي لومړنۍ ناسته وشوه

sadam_morr
په هلمند ولایت کې پرون د لړم میاشتې پر دولسمه د عالیقدر امیرالمومنین د فرمان د پلي کېدو په موخه له کړنلارې او لارښود سره سم د مستحقو مهاجرینو لپاره د ځمکو د وېش د پلاوي لومړنۍ ناسته وشوه.
په دې پلاوې کې د کور او ښارجوړونې د رییس په مشرۍ د مهاجرینو چارو ادارو، ښاروالۍ، د چاپیریال ساتنې، د کلیو د پراختیا او بیارغونې او د ځینو نورو ادارو استازي شامل دي.
یاده ناسته کې د پلاوي غړو د دغه فرمان د غوره پلي کېدو په اړه بحث او څرګندونې وکړې او ډېر ژر د مهاجرینو د استوکنځیو لپاره د هلمند د لښکرګاه د دوه لارې د ساحې بیاکتنه وشوه، ځانګړې ځمکه په پام کې ونیول شوه او د ټولو اړخونو له لوري تر ارزونې وروسته بشپړ معلومات د نورو اقداماتو لپاره د دغه ولایت مقام ته وړاندې شول.