بلخ کې ۳۰ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه
په بلخ ولایت کې د تلې پر دویمه له ۳۰ راستنو شویو کورنیو سره د دوه لکه افغانیو نغدي مرسته وشوه.
دا مرسته ۲۱زره ۲۷۰ افغانۍ د اکټیډ موسسې له لوري وه، چې هرې کورنۍ ته د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له خوا تر پېژندلو وروسته ورکړل شوه.