د مهاجرینو وزیر د میدان وردګ له والي سره ولیدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۹:۴۴
_
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني میدان وردګ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د مهاجرینو، راستنېدونکو او د سېلابونو له امله بې ځایه شویو کورنیو پر وضعیت خبرې وشوې.
ښاغلي معاذ د مهاجرینو وزیر د هر اړخیزه همکاریو مننه وکړه او په دې ولایت کې د بې ځایه شویو او بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو په برخه کې په لا همکارۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي حقاني په میدان وردګ ولایت کې د بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره د لا ډېر مرستو کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته