له دوو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۱:۴۹
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ټولنیزې پراختیا او د تشبثاتو د اقتصادي، ټولنیزې او د ظرفیتونو لوړونې موسسې سره د ۱۷ زره او ۱۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
 د دې هوکړه لیکونو له مخې، د ټولنيزې پراختیا موسسه په کابل، پروان او ميدان وردګو ولايتونو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د مهاجرينو د سروې په برخه کې ١٢ زره او ١٤١ ډالره لګوي، چې ٣٠٠ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
 او د تشبثاتو اقتصادي، ټولنیزې او د ظرفیتونو لوړونې موسسه به ۴ زره ۹۵۹ ډالره په هرات، ننګرهار، کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې د ۷ زره ۲۰۰ کورنیو ته د روغتیايي کڅوړو په وېش ولګوي.
دغه هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د پورته بنسټونو د استازو له لوري لاسليک شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته