ټولو افغان مهاجرینو ته ډاډ ورکوم چې زه به ستاسو د ټولو حقونو دفاع کوم

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۴:۱۵
-

پورتنۍ وینا د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په جوړ شوي کنفرانس (د کار په ملي کنفرانس) کې څرګند کړل.
ښاغلي حقاني وویل: زه ټولو هغو مهاجرینو ته، چې له هیواده بهر او یا هم هیواد ته راستانه شوي غږ کوم، چې ان شاالله تاسو ټول به ثبت او بایومتریک شئ او له ټولو امتیازاتو څخه به برخمن شئ او په هره څانګه کې به درسره همکاري کوو. ډاډه درکوم، چې ان شاالله زه به ستاسو د ټولو حقوقو څخه دفاع کوم.
د مهاجرینو وزیر زیاته کړه: نن چې افغانستان څومره وران شوی، هغه که د شرقي بلاک له لوري او یا د غربي بلاک لوري دی؛ باید د افغانستان د ورانولو او وژنو غرامت پري کړي او تر دې وروسته د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
ده وويل: موږ پر یوې داسې کړنلارې او میکانیزم باندې کار روان کړی؛ ترڅو بهرنۍ  مرسته کوونکو موسساتو ته قناعت ورکړو، چې تر دې وروسته به زموږ هېوادالو ته دغه مرستې د کار په مقابل کې ورکړلی شي، ترڅو زموږ هېوادوال په پښو ودریږي. که داسې ونه شي، نو دغه مرستې به زموږ هېوادوال لټ، خیرات خواره او ګداګر آموخته کړي.
د کار ملي کنفرانس د هیواد د وګړو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو  یو ښه فرصت دی، چې د غیرقانوني کډوالۍ مخه هم نیسي. موږ له نړیوالو موسسو هم غوښتنه کوو، چې پر خلکو د نغدي پیسو د ویش پر ځای دوی ته په لویو پرمختیايي پروژو کې د کار کولو زمینه برابره کړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته