لغمان کې ۶۶ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د (DACAR،UNHCR، WFP) موسسو له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۶ بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي،خوراکي او غيرې خوراکي موادو مرسته وشوه
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۴ مه د (DACAR)موسسې له لورې ۲۶ کورنيوهرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې،۹ کورنيو هرې کورنۍ ته سولر، بطري،پکي او نور مواد او د خوراک نړيوال سازمان له لورې پاتې نورو کورنيو هرې کورنۍ ته دخوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.