ننګرهار کې له ۲۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په ننګرهار ولایت کې پرون د چنګاښ پنځه ویشتمه، ۲۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د نغدي پیسو او حرفوي وسایلو مرسته ووېشل شوه.

دغه کورنۍ چې وړاندې په جلال اباد ښار او د دغه ولایت په چپرهار، بهسودو، اچين، سپين غر، سرخرود او کامې ولسواليو کې اړمنې پيژندل شوې وې، د WCC موسسې له لوري له هرې کورنۍ سره د سل امريکايي ډالرو نغدي مرستې او د خياطۍ د ماشينونو او وسايلو ١٧ ډوله توکو مرسته ورسره وشوه.