د مهاجرینو چارو وزارت کفیل د لوګر ولایت د مهاجرینو له آمریت څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۵۸
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد د ځینو رئیسانو په ملتیا د لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د مهاجرینو چارو له آمریت څخه لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل
ښاغلي راشد ددغه امریت له کارکوونکو سره د ناستې پرمهال په اخلاص، اطاعت، همغږۍ، روڼتیا، د کاري بهیر په چټکتیا، د شریعت پابندي او نورو اړینو اصلاحاتو په رامنځته کولو ټینکار وکړ
د آمریت کارکوونکو د خپلو فعالیتونو په اړه ښاغلي راشد ته معلومات وړاندې کړل او د روڼتیا په اړه یې ډاډ ورکړ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته