لغمان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۸۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۷مه هرې کورنۍ ته دخوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.