میدان وردګو کې له پنځو کورنیو سره مرسته وشوه
په میدان وردګو ولایت کې د غبرګولي پر ۱۵مه پنځو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
په دغوکورنيو کې بېځايه شوي، معيوبين او بې سرپرسته شامل وو، چې د دغه ولايت د مهاجرینو چارو رياست له لوري اړمن پېژندل شوي وو، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له لوري پر هرې کورنۍ ۱۷زره او ۷۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.