خوست کې پر ۱۵ کورنیو د لمریزې برېښنا وسایل ووېشل شول

په خوست ولایت کې د غبرګولي پر لومړۍ ورځ ۱۵ کورنیو ته د لمریزې برښنا وسایل ووېشل شول.
دغه کورنۍ وړاندې د خوست ولایت د مهاجرينو رياست له خوا هلته په باک ولسوالۍ کې سروې شوې وې چې وروسته د ناروې د مهاجرت شورا له لوري له اړینو وسایلو سره مل د یو سولر او یوې بترۍ مرسته ورسره وشوه.