ایران څخه تر دوو زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت دوه زره او ۷۶۹ تنه افغان مهاجرین پرون د غبرګولي پر لومړۍ ورځ د هرات د اسلام کلا له لارې پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
 د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۵۲۴تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
دغه راز ۹۲کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۲۰ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۲۰۳ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۱۹۵ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.