سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۶۶۵ تنه افغان مهاجرین د غویي پر ۳۱مه او د غبرګولي پر لومړۍ نېټه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه خپل هيواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۱۲۲ کورنۍ، چې ۶۶۵ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.