بادغیس کې د سیلابونو له امله سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي

sadam_morr
د بادغيس ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمریت د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په ابکمري، قادس او جوند ولسواليو کې د غویي پر۲۹مه راوتو سېلابونو خلکو ته ډېر زيانونه اړولي دي.
د دغو سېلابونو له امله د استوګنې سلګونه کورونه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه، زرګونه څاروي او يو شمېر نقلیه وسایل له منځه وړل شوي او د دغو ولسواليو خلک خوراکي توکو او سرپناه ته سخته اړتيا لري.
د بادغیس ولایت د مهاجرینو چارو آمریت له مرستندویه موسسو او خیریه بنسټونو څخه په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله زیانمنو شویو ته د بيړنۍ مرستې غوښتنه څرګندوي.