تر ۵۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۵۴۰ تنه افغان مهاجرین د غويي میاشتې پر ۲۹مه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه خپل هيواد ته راستانه شول.

د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدی آمریت د معلوماتو له مخې ۹۸ کورنۍ، چې ۵۴۰ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

دغه راز د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم هرې کورنۍ سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.